CRI Online

د چين نړيوالو خپرونو شبکه په رسمي توګه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2011-01-18 21:22:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د نړيوالو خپرونو شبکه يعنې د مطبوعاتي خپرونو نړيوال ګروپ د پرانيستلو مراسم د جنورۍ په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې ترسره شول. دا له دې څخه څرګندېږي چې د اويا کلونو تاريخ لرونکې د چين نړيواله راډيو په هراړخيزه توګه د نويو خبري رسنيو په ساحه کې شامله شوې ده.

د يوې موسيقې په خپرولو سره د نړيوالو خپرونو شبکه د جنورۍ په اتلسمه نېټه په رسمی توګه په خپرونو پيل وکړه.

د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر د منشي مرستيال وانګ ګو چينګ، د چين د راډيوګانو او تلويزيونونو عمومي اداري مرستيال تيان جين او د خبري رسنيو، انټرنېټ، په چين کې د بهرنيو هېوادونو د لويو سفارتونو د اړوندو چارواکيو په شمول سلګونو ميلمنو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د چين د نړيوالې راډيو رئيس وانګ ګنګ نيان په مراسمو کې په خپله وينا کې وويل د چين د نړيوالو خپرونو شبکه د نويو خبري رسنيو له لارې د راډيويی او تلويزيونی خپرونو دولتی خپرونو څانګه ده چې د انټرنيټ، د ګرځندو مخابيراتي سامن الاتو په شمول د عصری زمانې د نويو تخنيکونو په وسيله په څو ژبو او شکلونو ټولې نړۍ ته پروګرامونه خپروي. هغه دې ته اشاره وکړه چې د نړيوالو خپرونو شبکې جوړول د چين د نړيوالې راډيو په اړه د عصری، هراړخيزې او نوی نړيوالې خبري رسنې د أبادی او د نړۍ ته د خپريدو توان د پياوړتيا په بهير کې يو وياړ وړ برياليتوب دی. په راتلونکو پنځو کلونو کې نوموړې شبکه به د زياتو بهرنيو ژبو، استعداد لرونکو کسانو او د خبري رسنيو د سرچينو په اتکا په ټوله نړۍ کې اغيزه لرونکی نړيواله خبری رسوونکی څانګه وګرځي.

ښاغلي وانګ ګنګ نيان وويل (اواز)د نړيوالو خپرونو شبکه به د خپرونې تر دې نظريې لاندی پرمختګ ومومي چې د چين د دريځ په لرلو سره نړۍ ته د ليدو له لحاظه د انسانانو پر بنسټ د خپريدو پر نظريې ټينګار وکړي. دغه شبکه به د يو شپيته بېلا بېلو ژبو په ساحو کې د استعداد لرونکو کسانو د لوړتيا په اتکا په تلويزيونی او راډيويی خپرونو کې له اوريدونکيو او لوستونکو سره د تګ راتګ، د مالوماتو د شريکولو له لارې په ويبپاڼه کې د تلويزيونی خپرونو، د موبايل راډيويی او تلويزيونی خپرونو او د څو ګرځند سامان الاتو په شمول د نويو خبري رسنيو چارې به يې په ترڅ کې پرمختيا ومومي.

د چين نړيوالې راډيو د عمومی ايديتر مرستيال ما وی ګونګ په دی نظر دي چې د نوموړې شبکې جوړول د خبري رسنيو د پرمختيا له اصولو او اړتياوو سره سمون لري. هغه وويل (اواز)د ټولې نړۍ له لحاظه د خبري رسنيو پرمختيا د ډيجيتل زمانې د راسيدو او د مالوماتو د تخنيکونو انقلاب وروسته ډېر زيات بدلونونه رامنځته شوي دي. د خپرونو جوړونکي د خبري رسنيو په انقلاب کې خپل ځای لټوي چې ښه پرمختيا ومومي.

د مطبوعاتي خپرونو نړيوال ګروپ د دغې شبکې د پانګونې او سوداګرۍ صحنه ده. د دغه ګروپ يو اړوند چارواکي دا مالومات ورکړل چې دغه ګروپ به د نړيوالو خپرونو تر شبکې لاندی سوداګريزې چارې په غاړه واخلي. ښاغلي وانګ ګنګ نيان وويل دغه ګروپ د نړيوالو خپرونو شبکې د پرمختيا يو مهم بنسټ دی. هغه وويل (اواز)د مطبوعاتي خپرونو نړيوال ګروپ جوړول به د خپرونو چارو د تنظيمولو او د خبري رسنيو د سرچينو او سوداګريزو چارو د لوړوالي په اتکا د خبري رسنيو پرمختيا به چټک ډول پرمختيا وشي چې د سی ار ای راډيو د پرمختيا په تاريخ کې پړاويز اهميت لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای