CRI Online

هو جين تاو واشينټن ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2011-01-19 09:37:40

د مريکا د ولسمشر باراک اوباما په بلنه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په ١٨مه نېټه د امريکا پلازمينې واشيټن ته ورسيد. ښاغلي هو په يوايي ډګر کې په خپله ليکلي وينا کې امريکايانو ته د نوی کال مبارکی او له چينايانو څخه سلامونه ورسول.

هو جين تاو په دغه وينا کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ اړيکې د سياسي اړيکو د ټينګېدو ٣٢ کلونو راهيسې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له لارې په پر له پسې توګه د ښه پرمختګ په لور ګامونه اخلي.د دغه سفر موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد او دوستی ټينګه او خپلمنځی همکاری ژوره کړي. چين هيله لري چې له امريکا سره د متقابلې درناوۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځو اړيکو د ټينګېدو لپاره فعالې هڅې وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره دايمي سوله ييزه او سمسورتيا نړۍ ابادی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای