د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په ١٧مه نېټه چې امريکا ته د خپل سفر له پيل مخکې، د امريکا د والسټريټ له ژورنال او د واشنګټن پوست له ورځپاڼو سره ګډه ليکلي مرکه کړې وه. د څو هېوادونو عمده خبري رسنيو د هو جين تاو وينا ته مثبت پاملرنه وکړه.
د امريکا د واشنټن پوست ورځپاڼې د هو جين تاو په ځواب کې دې ته پاملرنه وکړه چې چين له امريکا سره ګډه ټکی ومومي. د والسټريټ ژورنال د نوی انرژۍ او کيهان په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمځ د همکارۍ د ارزښت په اړه د هو جين تاو نظريو ته پاملرنه وکړه. د امريکا د پانګ بو خبري اژانس دغه نظر څرګند کړ چې امريکا ته د هو جين تاو دغه سفر تر ټولو لوی برياليتوب به دا دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل اعتماد پياوړی شي او د خپلمنځو اړيکو د راتلونکی ستراتيژيکی پرمختګ لاره په نښه شي.
د جاپان توکيو شينبون ورځپاڼه وويل، له وينا څخه ښکاريږي چې د هو جين تاو په اند د امريکايي ډالر په مشرۍ نړيوال پولي سيسټم بايد اصلاح شي او د شپږ اړخيزو خبرو اترو اړوندې خواوې بايد د خبرو اترو د بيا پيل لپاره فعالې هڅې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |