په ځايي وخت د جنورۍ په ١٨مه نېټه شپه د چين د دولت رئيس هو جين تاو د امريکا په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر باراک اوباما په شخصي مېلمستيا کې ګډون وکړ. دواړو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ټينګېدو پرمختګونو ته مثبته قدرداني ورکړه او هيله يې څرګنده کړه چې دغه سفر خپلمنځی پوره او همکاريزو اړيکو ته پرمختګونه ورکړي.
په دغه مېلمستيا کې اوباما د هو جين تاو د راسيدو توده هرکلی څرګند کړی. هو جين تاو وويل، د ده سفر موخه دا ده چې د چينايانو او امريکايانو ترمنځ متقابل تفاهم او اعتماد ژور، تګ راتګ او همکاری زياتې، د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په هکله همغږی پياوړې کړي. هغه دې ته سترګې په لار دي چې د جنورۍ په ١٩هم نېټه له اوباما سره د چين او امريکا ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |