CRI Online

هو جين تاو واشنکټن ته ورسېد او له امريکا څخه يې په خپله رسمي ليدنه پيل وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2011-01-19 16:15:40

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د امريکا د ولسمشر بارک اوباما په بلنه پر ځايي وخت د جنورۍ په اتلسمه نېټه د امريکا پلازمينې واشنګټن ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې په خپله رسمي ليدنه پيل وکړ.

رئيس هو جين تاو په هوايي ډګر کې په يوه کتبي وينا کې د نوي کال لپاره امريکايانو ته مبارکي او د چين د خلکو په استازيتوب نيکې هيلې او سيلامونه وويل. نوموړي وويل، چې د دغې ليدنې عمده موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل سياسي اعتماد، دوستۍ او همکارۍ ژورې کول او په يوويشتمې پيړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتې همکارۍ او هراړخيز پرمختګ پياوړتيا ده. نوموړي وويل، چين غواړي له امريکا سره يو ځای د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي او له نورو هېوادونو سره د نړۍ د دايمي سولې او ګډې سمسورتيا لپاره کوښښ وکړي.

په همدې شپې رئيس هو جين تاو په سپينې ماڼۍ کې د باراک اوباما په شخصي مېلمستيا کې ګډون درلود. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای