CRI Online

چين او امريکا بايد د ښه چانس په نيولو سره خپل منځی اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-01-19 19:54:02

اوس د چين د دولت رئيس هو جين تاو له امريکا څخه په رسمي ليدنه بوخت دی، دواړه هېوادونه څنګه د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې خپل منځی همکاری پياوړی کړی د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د ملاقات يوه مهمه برخه ده. د چين او امريکا ټولنو په دې اړه تودې مشورې کړي او د دوی په نظر دواړه هېوادونه بايد د هو جين تاو د ليدنې دغه ښه چانس په نيولو سره خپل منځی اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ټينګې کړي.

اوس چين او امريکا يو د بل دوهم لوی سوداګريز همکار دی. په ٢٠١٠ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريز ارزښت دری سوو اتيا مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې پکې چين ته د امريکا صادرات د ٢٠٠٩ کال په پرتله په سلو کې څلوردېرش برخه زيات شوې ده. په ٢٠١١ کال کې به ښايي چين ته د امريکا صادرات له سلو مليارډو امريکايي ډالرو څخه واوړي.

د چين او امريکا ټولنو د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د راتلونکی پرمختګ په هکله ډېرې هيلې څرګندې کړې. په امريکا کې د چين پخواني سفير جو ون جونګ په دې اړه وويل (اواز)

د چين او امريکا تر منځ اقتصادي او سوداګريزه همکاری پياوړی پټ ځواک لري، څرنګه چې چين په دوولسم کلن پلان کې خپله موخه ټاکلې ده چې د وارداتو عمومي ارزښت به اتو زرو مليارډو امريکايي ډالرو ته ورسوي. د اوباما حکومت هم دا مقصد ټاکلی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د امريکا صادرات په سلو کې سل زيات شي او د چين لوی بازار د امريکا لپاره ډېرې جلبونې لري.

د امريکا او چين تر منځ د سوداګرۍ دولتي کمېټې د جنورۍ په ديارلسمه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې په سلو کې څلور نوي غړيو په راتلونکو پنځو کلونو کې په چين کې د امريکايي شرکتونو د پرمختګ ايندې لپاره خوشبيني څرګنده کړه. د دې کمېټې مشر جون فريسبي وويل چين د اوباما د ياد شوي مقصد د عملي کولو لپاره يو عمده خدمت کوونکی دی، څرنګه چين يوازنی بازار دی چې د امريکا صادرات پکې کلني زياتوالی پنځلس سلنه ساتل کېږي.

د چين او امريکا تر منځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ د پياوړتيا په عين وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ توپيرونه هم ډېر ليدل کېږي. د دواړو هېوادونو ټولنو د شته ستونزو د حل و فصل لپاره رښتينی وړانديزونه وړاندې کړل.

د امريکا د ماليې وزير تموسې ګيتنير دا څرګنده کړې چې امريکا بايد د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د چين او امريکا تر منځ د توپيرونو د ليری کولو لپاره په يوازې توګه پر چين نيوکې و نه کړي او پخپله دې هم په ځان کې بدلون راولي. هغه وويل (اواز)

زما په اند، امريکايان بايد دا وپېژني چې د اوسنيو ستونزو د حل و فصل لپاره حساسې تګلارې په واشنګټن کې ټاکلېږی خو نه په بېجينګ کې. د چين اقتصادي پرمختګ موږ ته د لا زياتو توليداتو د پلورلو چانس برابر کړی او په عين وخت کې موږ هم بايد خپل قدمونه ګړندي کړو.

د امريکا د سوداګريزې کمېټې مشر تومس دونوهوی ويلی د چين او امريکا تر منځ اقتصادي او سوداګريزه همکاری د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره ځواکمن ملاتړ کوي، دوی به په هېڅ وخت کې د سوداګرۍ جګړه غوره نه کړي ځکه چې دا توپيرونه نه شی حلولی. ده وويل (اواز)

چين د امريکا لپاره يو ډېر لوی بازار دی. چين ته د امريکا د صادراتو زياتوالی د نورو ځايونو په نسبت ډېر ګړندی دی. سره له دې چې موږ د چين د يو شمېر تګلارو په هکله اندېښنه لرو، خو موږ به هېڅ وخت کې زموږ له لوی بازار سره سوداګريزه جګړه و نه کړو.

په امريکا کې د چين د پخواني سفير جو ون جونګ ويلي دا عادي ده چې د چين او امريکا تر منځ توپيرونه شته، خو د اقتصاد او سوداګرۍ په هکله مسئلې بايد سياسي کېدو ته نه پېښودل شي. هغه باور څرګند کړ چې له امريکا څخه د هو جين تاو دغه سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د توپيرونو د ليرې کولو او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يوه ښه زمينه برابره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای