د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جی چه چې د رئيس هو جين تاو په ملګرتيا له امريکا څخه پر ليدنې بوخت دی، د جنورۍ په ١٩ نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هيلري کلينټن سره په جلا جلا توګه د چين او امريکا د حکومتونو په استازيتوب په واشنګټن کې د سيمه ييزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره د چين او امريکا د واليانو فورم د جوړېدو په اړه دتفاهم يادښت لاسليک کړ.
دغه يادښت به د چين او امريکا واليانو ته د نظريو تبادلې لپاره يو ميدان برابر کړي چې د سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، چاپيريال او کولتور په برخو کې د دواړو هېوادونو همکاری پياوړی شی.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |