د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په ١٨ نېټه د امريکا پلازمېنې واشنګټن ته ورسېد چې له دغه هېواد څخه پې پر خپلې رسمي ليدنی پيل وکړ. بهرنۍ خبري رسنۍ د رئيس هو جين تاو سفر ته ډېره پاملرنه او فعاله ارزونه کوي.
د امريکا بېلا بېلو عمومي خبري رسنيو په پوره توګه د رئيس هو جين تاو د سفر په اړه راپورنه وکړل. د امريکا د سي ان ان شرکت د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن په قوله ويلی چې د امريکا اقتصاد له چين څخه نه بېلېږي او د دواړو هېوادونو راتلونکی هم يو له بله نژدې اړېکې لری .
د فرانسی د ای ايف پي اېجنسۍ خبر ورکړ چې د رئيس هو جين تاو له سفر څخه څرګندېږي چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو تحول کېدونکی ټکی راغلی دی.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |