په هغه ګډه اعلاميه کې چې چين او امريکا د جنورۍ په ١٩ نېټه په واشنګټن کې خپره کړه ، په ٢١مې پيړۍ کې په فعاله توګه دخپلمنځيو اړيکو او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د خپلمنځی همکارۍ پياوړتيا څرګنده کړې څو چې د ٢١مې پيړۍ له فرصتونو او ننګونو سره مقابله وکړي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوی چې دواړه خواوې به د چين او امريکا ترمنځ اړيکو د پياوړتيا،په پر له پسې توګه د خپلمنځی همکارۍ اړيکې د ټينګېدو او د ګډو پاملرنې وړ مسئلو د حلولو لپاره کوښښ وکړي ، د لوړپوړی تګ راتګ او خپلمنځی تماسونه او همغږی به پياوړی کړي . دواړو خواوو موافقه وکړه چې په هر اړخيزه توګه د متقابلو ګټو پر بنسټ د اقتصادي همکارۍ اړيکې ټينګې کړي او د اقليمي بدلون، انرژۍ او چاپيريال په برخو کې همکاری نژدې کړي.
د چين او امريکا د مشرانو په اند د رئيس هو جين تاو د سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورهم پياوړې شوې. د چين او امريکا ترمنځ غښتلی او ټينګې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون خوري، بلکې د ارام سمندر د سيمې او نړۍ لپاره هم ګټورې دي.
ژباړونکې: ليلا
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |