د چين د ساينس او تخنيک وزير وان ګانګ د جنورۍ په نولسمه نېټه په واشنګټن کې وويل،په وروستيو کلونو د ساينس او تخنيک په برخه کې د چين او امريکا تر منځ همکاری ستر پرمختګ مومندلی دی . د پاکې انرژۍ کارونه د چين او امريکا د همکارۍ مهم ټکی دی.
وان ګانګ په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ د علمي او تخنيکي پاليسو دفتر له مشر جون پي هولډرين د تخنيک په اړه د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ اړونده تړونونه په مداومه توګه لاسليک کړ .وان ګانګ وويل،په وروستيو کلونو کې د چين او امريکا مشران د پاکې انرژۍ د کارولو همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو ساينس پوهان او انجنيران يې نژدی کړي دي .
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |