CRI Online

هو جين تاو د امريکا له پخواني ولسمشر بېلکلېنټن سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2011-01-20 16:36:14

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په نولسمه نېټه په واشنګټن کې د امريکا له پخواني ولسمشر بېلکلېنټن سره وکتل.

رئيس هو جين تاو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره د بېلکلېنټن د کوښښونو لوړه ستاينه وکړه او دې ته يې اشاره وکړه چې د اوسنيو حالاتو په وړاندې، د چين او امريکا ترمنځ ګډې ګټې ګام په ګام زياتېږي. دواړه هېوادونه بايد متقابل سياسي باور ژور، اقتصادي همکارۍ نژدې او د خلکو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړي او د نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله پرمخبوزي.

ښاغلي کلېنټن له امريکا څخه د رئيس هو جين تاو د دغه ليدنې له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: چې هغه د امريکا د ولسمشر په توګه د ماموريت په موده کې همېشه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم د ژورتيا، د همکارۍ د نژدې کېدو، د ګډو ګټو د پراختيا او د توپيرونو د ليرې کولو لپاره هڅې کړې دي. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ لپاره کليدي اهميت لري.( غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای