CRI Online

په ٢٠١٠ کال کې د پام وړه اصطلاح: ټيټ کاربن

cri     (GMT+08:00) 2011-01-20 20:50:47
تېر کال د ټيټ کاربن دغه اصطلاح بيا بيا د چيني خلکو په ژوند کې ياديږي. ټيټ کاربن د کاربن دوه اکسايد د ايستلو اندازې کمښت مانا لري. د کاربن دوه اکسايد د شنو خونيزو ګازونو يو ډول دی چې په ټوله نړۍ کې د هوا د تودوخې د لوړوالي سبب دی او د نړۍ د اقليمي بدلون عمده لامل هم دی. د چين د اقتصادي جوړښت د بدلون بهير د چټکوالي او د شانګهای نړيوال نندارتون د جوړېدو سره سره، د ټيټ کاربن ايستنه نه يوازې د ٢٠١٠ کال د ډېر پام وړ اصطلاح ګرځېدلې ده او د ژوند يو ډول فيشن نظر او خبره هم ګڼل کېږي .

 (( پخوا زما کور هر کال له څلور زره کيلوواټه ساعته برېښنا لګوله، خو په تېر يو نيم کال کې مو يوازې دوه زره کيلوواټه ساعته بريښنا ولګوله.)) (( موږ بايد د موټر چلونه کمه او عمومي بسونه وکارو. کاغذ په تکرار سره استعمالېدای شي.)) ((موږ بايد د پلاستيکې کڅوړې له کارولو څخه لاس واخلو او بايد په ذهني لحاظه د ځمکې د تودوخې لوړولو د مخنيوي موضوع ته په درنه سترګه وګورو ))

چينايان د سپمولو ښه عادت لري، اوس مهال عام وګړي په دې ښه پوه شول چې د ټيټ کاربن د وتلو له لارې يعنې د اوبو ، برېښنا او کاغذ په سپمولو سره نه يوازې پېسي سپمولای شي، بلکې دا د چاپيريال ساتنې لپاره هم ګټوره ده.

نن ورځ په سلو کې ٧٩ سلنه وګړي د چاپيريال ساتنې دنده په غاړه لری او په سلو کې ٨٣ سلنه وګړي د چاپيريال ساتنې ته ډېره پاملرنه کوي . د بېجينګ د چاپيريال ساتنې ادارې مرستيال دو شاو جونګ وويل،

((( د ککړتيا مخنيوي او چاپيريال ساتنې مفکوره د وګړيو په زړونو کې ځاي نيسي او ددوی پر عملونو باندی زيات اغيز راوړي. زياتره کسان د ژوند او کار په هره برخه کې د چاپيريال ساتنې او ټيټ کاربن ايستنې ته متوجه دي . ))

د چين حکومت د هغو تخنيکونو او توليداتو په څېړنې او ترويج لاس پورې کوي چې چاپيريال ته ککړتيا نه رسوي او ټيټ کاربن خوشی کوي. د بېلګې په توګه اوس د چين په يو شمېر ښارونو کې دوولس زره هغه ګړندی موټرونه ځي او راځي چې د نوې انرژۍ په وسيله چليږي.د شن جنګ او شانګهای په ګډون پنځو ښارونو کې څوک چې د نوی انرژۍ موټر واخلی، د پنځوس زرو يوانو مالي کومک هم تر لاسه کولای.

تېر کال په چين کې د چاپيريال ساتنې او ټيټ کاربون ايستنې په اړه خبرونه بيا بيا اورېدل کېدل. د چين د شنه اقتصاد او صنايعو نړيوال نندارتون د تېر نومبر په ٢٧مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د ٢٥ هېوادونو او سيمو څه دپاسه ٢٠٠ مشهورو نړيوالو تصديو په دغه نندارتون کې د چاپيريال ساتنې او ټيټ کاربون په اړه نوي تخنيکونه، توليدات او نظريې وړاندې کړي دي.

د شانګهای له نړيوال نندارتون څخه د ټيټ کاربون تخنيکونو برياليتوبونه ښکاره شول چې د لمر وړانګو په وسيله د برېښنا توليد، د سيند اوبو په وسيله د تودوخې ټيټوالي او د ځمکو حرارتي انرژۍ کارونې په ګډون تخنيکونه د نندارتونونو په جوړولو کې کارول شوي دي.

اوس مهال په چين کې د انرژۍ سپمولو ، د چاپېريال ساتلو په غرض او د نوې انرژۍ د کارولو صنايعو انکشافي پلانونه د جوړولو په حال کې دي چې دا به نه يوازې د اقتصادي پرمختيا د ګړنديتوب د نوي خوځنده ځواک په توګه وګرځي، بلکې لا پاک چاپيريال به په رامنځته کولو کې به اغېزمن وي. د چين د خلکو پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفيسر مرستيال جو ون هوی وويل، چين د انرژۍ سپمولو او د ککړو توکيو د ايستلو اندازې د کمولو په لوري پرمختګ کوي، نو چين بايدد نويو ستراتيژيکو صنايعو مثلا د چاپيريال ساتنې صنعت او نوي نسل انټرنيټي تخنيکونو ته پرمختيا ورکړي چې په نتيجه کې د چين اقتصاد دواملرونکی پرمختګ وساتل شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای