د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په نولسمه نېټه څرګنده کړه چې چين په خپل هېواد کې د امريکايي تصديو د پانګونې هر کلی کوي. چين به په پر له پسې توګه په دې برخه کې د امريکايي تصديو په ګډون بهرنيو تصديو ته رڼه، عادلانه او مؤثرې زمينې برابرې کړي.
رئيس هو جين تاو په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره يو ځای د چيني او بهرنيو صنعتګرانو سره وکتل. رئيس هو جين تاو وويل، ټول هغه بهرنۍ تصدۍ به د چيني اتباعو په شان له امتيازونو څخه ګټه واخلي چې په چين کې ثبت شوي دي. د چين حکومت هم په امريکا کې د چيني تصديو د پانګونې څخه ملاتړ کوي. باور لري چې ولسمشر اوباما او امريکايي حکومت به چيني تصديو ته عادلانه چاپيريال وړاندې کړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |