CRI Online

بهرنۍ خبري رسنۍ په فعاله توګه له امريکا څخه د رئيس هو جين تاو ليدنه له نژدې څاري

cri     (GMT+08:00) 2011-01-21 09:54:37

د چين د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ له ١٨ نېټې څخه له امريکا څخه ليدنه پيل کړې، بهرنۍ خبري رسنۍ د رئيس هو جين تاو سفر ته ډېره پاملرنه او له نژدې يې څاري.

د امريکا د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړ چې امريکا ته د رئيس هو جين تاو د سفر له لارې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته نوی ځواک ورکړي او د يو لړ اقتصادي او سوداګريزو موافقت ليکونو د لاسليکولو له لارې به د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګېدو لپاره ګتور وي.

د فرانسې د پرېس اېجنسۍ خبر ورکړ چې له امريکا څخه د رئيس هو جين تاو د ليدنې په وخت کې دواړو هېوادونو د ٤٥ مليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز موافقت ليکونه لاسليک کړي. له دې څخه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکو په چټک ډول پرمختګ کړی دی.

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای