پر ځايي وخت د جنورۍ د شلمې نېټې په مازيګر، د چين د دولت رئيس هو جين تاو د امريکا شيکاګو ښار ته ورسيد او په دغه هېواد کې يې خپل رسمي سفر دوام ورکړ.
د شيکاګو ښاروال ريچارډ دالي او د ولسمشر اوباما لوړ پوړي مشاور واليري جاريټ په هوايي ډګر کې د هو جين تاو تود هرکلی وکړ.
د جنورۍ له اتلسمې نېتې څخه تر شلمې نېټې پورې، هو جين تاو په واشنګټن کې له باراک اوباما سره خبرې اترې وکړې. د دواړو مشرانو له خوا د متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ د امريکا او چين تر منځ د همکاريو پياوړتيا په اړه موافقې ته رسيدلي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |