د دولت رئيس هو جين تاو د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن کې د امريکا د دوستۍ ډلو له خوا د ده د هرکلي په ميلمستيا کې وينا وکړه او د متقابل اعتماد او ګډو ګټو پر بنسټ يې د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ په اړيکو ټينګار وکړ.
هغه په وينا کې وويل، د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو سالم او ثابت پرمختګ د دواړو خواوو د خلکو له ګټو سره سمون لري. چين به په پر له پسې توګه د پرانېستې پاليسي غوره کړي، سوله ييز پرمختګ ته به دوام ورکړي، د هېواد د پرمختګ له لارې به د نړۍ سوله وساتي.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |