د چين د دولت رئيس هو جين تاو د روانې مياشتې په ٢٠ مه نېټه په شيکاګو کې د دغه ښار له ښاروال ريچارد دالي سره وکتل.
رئيس هو جين تاو وويل، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ د بيلابيلو ټولنو او عامو وګړيو ملاتړ ته اړتيا لري. شيکاګو له چين سره خپلو اړيکو ته ډېر پرمختګ ورکړی دی، چين هيله لري چې شيکاګو به په دې بنسټ د انرژۍ ، د چاپيريال ساتنې په شمول بيلابيلو برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي .
ښاروال رييچارد دالي وويل، هغه به د چين او شيکاګو ښار ترمنځ د دوستانه اړيکو لاپرمختګ لپاره کوښښ وکړي. هغه د دې هرکلی کوي چې زياتې چيني تصدۍ په شيکاګو کې پانګونې وکړي او لازيات چينايان له شيکاګو څخه ليدنې وکړي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |