د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د دولت رئيس هو جين تاو په بريالی توګه له امريکا څخه خپله رسمی ليدنه پای ته ورسوه او پر ځايي وخت د جنورۍ په ٢١مه نېټه غرمه د ځانګړې الوتکې له چيکاګو څخه بير ته وطن ته ولاړ.
په څلور ورځنی ليدنې کې رئيس هو جين تاو په وار سره د امريکا پلازمينې واشينګتن او دريم لوی ښار چيکاګو ورسيد او د باراک اوباما په کابينه کې د څو مهمو غړيو، د امريکا د نوی دورې د کانګرس د جګ پوړو غړيو، د مشهورو تصديو د خاوندانو، کارپوهانو، عادی دوستانو حتی د منځنيو ښوونځيو له زده کوونکيو سره کتنې وکړې.
د دواړو خواوو له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوی چې د سياست، اقتصاد او سوداګرۍ او پوځی چارو په زياتو ساحو کې خپلمنځنی تګ راتګ او همکارۍ پياوړی شي او د سيمه يزو او نړيوالو چارو په هکله همغږۍ ټينګې شي. رئيس هو جين تاو هم په خپله وينا کې د چين د حکومت اړوندې تګلارې او د چين او امريکا د اړکيو په اړه نظريې څرګندې کړې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |