د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس څلورمه غونډه او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې کميټې کميسون څلورمه غونډه به د مارچ په پيل کې په بېجينګ کې پيل شي . د ځينو چيني خبري رسنيو له خوا د جوړې شوې ټولپوښتنې له مخې د فساد پرضد مبارزه او د حکومت دسپيڅليتوب هڅونه لاهم د دوو غونډو په موده کې د انټرنټي کارونکيو د پاملرنې وړ بلل کيږي .
د ټولپوښتنې له مخې څه باندې پنځوس زره انټرنټي کاروونکو د سينهوا اژانس په ويبپاڼه کې نوموړو مسئلو ته پام اړولی دی .د فبرورۍ په لسمه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي هو جين تاو په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې حکومت بايد په جدي توګه هغه مسئلې حل کړي چې د خلکو ګټو ته زيانمن او د فساد پرضد مبارزه او د سپيڅلي حکومت په ابادی کې د خلکو د توجه وړ وي څو چې د ټولنې عدالت او مساوات وساتل شی .