CRI Online

بهرنيو خبري رسنيو د  صدراعظم او چيني انټرنټي کاروونکو ترمنځ مرکې ته پاملرنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2011-02-28 16:19:16

بهرنيو خبري رسنيو د فبرورۍ په ٢٧مه نېټه د چين صدراعظم او چيني انټرنټي کاروونکو ترمنځ مرکې ته پاملرنه وکړه.

د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړ چې د خوراکونو، کورونو او د ژوند د نورو اړتياوړو شيانو د بيې لوړوالی د چيني حکومت لپاره د پام وړ عمده مسئله ده.

بې بې سي خبر ورکړ، صدراعظم ون جيا باو له انټرنټي کاروونکو سره د مرکې په ترڅ د خلکو ژوند د سويې د لوړولو او له فساد سره د مبارزې ټينګه اراده څرګنده کړه.د شيانو بيې د چټکې لوړتيا مخنيوي او د ژن مين بي يوانو د تبادلوي ارزښت لوړوالی له ټولنيز ثبات سره تړاو لري.

د امريکا اې پي خبر ورکړ، د چين د جي دي پي د زياتوالي له انډول څخه ښکاريږي چې د حکومت دواملرونکی اقتصادي پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای