د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دايمي کميټې غونډې چې په بېجينګ کې تر سره شوې، د فبرورۍ په ٢٨مه نېټه د دغه کنفرانس د کلنۍ غونډې مسوده او اجنډا تصويب کړې او پکې لي ايي جونګ او وانګ تای هوا په شمول څلور تنه د دغه کنفرانس د دايمي کميټې غړيو په توګه وټاکل شول .
د نوموړې اجنډا له مخې به د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډه د مارچ له درېيمې نيټې څخه تر ديارلسمې نيټې پورې په بېجينګ کې ترسره شي. له اجنډا سره سم به په نوموړې غونډه کې د اقتصاد او د ټولنيز پرمختګ په اړه د دوولسم پنځه کلن پلان د مسودې په باب بحث وشي. سربېره پردې د دغه کنفرانس غړي به د غونډې په موده کې د نوموړي کنفرانس د دايمي کميټې کاري راپور تر ارزونې لاندې ونيسي، د هېواد د ملي کانګرېس په کلنۍ غونډه کې به ګډون وکړي او نور کاري راپورونه به واوري.
ژباړونکې: غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |