CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې کمېسيون څلورمه غونډه به د ١٢م پنځه کلن پلان د جوړولو او پلي کولو لپاره وړانديزونه وړاندې کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-02 18:02:17

د چين د  ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې کمېسيون د څلورمې غونډې وياند جاو چه جنګ د مارچ په دوهمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د دغې غونډې يوه مهمه دنده د ١٢م پنځه کلن پلان د جوړولو او پلي کولو لپاره د وړانديزونو وړاندې کول دي.

د نوموړې غونډې مطبوعاتي ناسته د همدې ورځې په ماښام ترسره شوه. وياند جاو وويل، د ١٢م پنځه کلن پلان د پلي کولو موده په هر اړخيزه توګه د چين له خوا د يوې شتمنې ټولنې د أبادۍ لپاره يوه کليدي موده ده. چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د نوموړي پلان د جوړولو او پلي کولو لپاره وړانديزکول د يوه مهم کار په توګه ټاکلي دي.

تر اوسه پورې د غونډې سکتريت اووه سوه او يوولس وړانډيزونه او د غونډې په اړه د ويناوو څلور سوه دروېشت پاڼې تر لاسه کړي دي.

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای