د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مشر جياچينګ لين د دغه کنفرانس د کاري راپور په خپرولو سره وويل، چې له نورو هېوادونو سره د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ښه تګ راتګ د هېواد د خيال او د عامه ډيپلوماسۍ په ډګر کې يوه مهمه صحنه ده. نو دغه کنفرانس بايد د چين د ډيپلوماټيکو چارو د عمومي تګلارو سره سم له نورو هېوادونو سره د لوړ پوړي کچې تګ راتګ د پياوړتيا، د دوديزې دوستۍ د ژورتيا، د متقابل سياسي باور د پراختيا او د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه کنفرانس له يو سل او اته ويشتو هېوادونو، دوه سوه او نهه دېرشو ارګانونو او د ديارلسو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو سره دايمي اړيکې ټينګې کړې دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |