د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورمې عمومي غونډې وياند لي جاو شينګ د روانې مياشتې په ٤ نېټه وويل چې په ٢٠١١ کال کې د چين دفاعي بوديجه ٦٠١ تقريبأ مليارده او يوسل مليونه يوانه دي چې په نړۍ کې د ځينو هېوادونو په پرتله نسبتا لږه ده. د چين محدود پوځي ځواکونه په پوره توګه د هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او د خاورو د بشپړتيا د ساتلو موخه لري او نور هېوادونه نه ګواښوي.
نوموړي وويل چې د٢٠١١ کال دفاعي بوديجه د تير کال په پرتله ٦٧ مليارده او شپږ سوه مليونه يوانه يعنی ١٢ اعشاريه ٧ سلنه زياتوي خو د هېواد له مالي لګښتونو څخه نيول شوی توازن د تير کال په پرتله لږ څه کم دی.
(احمد)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |