د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرېس د څلورم ملي مجلس د رئيسه هئيت لومړۍ غونډه د مارچ په څلورمه نېټه سهار د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې ښاغلی وو بانګ ګوه د دغه رئيسه هئيت د مشر په توګه وټاکل شو. دغه راز د دغه مجلس اجنډا، د سرمنشي مرستيالان او وياندان هم وټاکل شول.
د دغه مجلس د اجنډاوو سره سم به دغه مجلس د مارچ د پنځمې نېټې په سهار پيل شي او د همدې مياشتې د څوارلسمې نېټې په سهار به پای ته ورسېږي. د دې ترڅنګ د استازيو د لايحې د اخيستلو کارونه به د مارچ د نهمې نېټې د غرمې تر دوولسو بجو پورې پای ته ورسېږي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |