CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-04 17:04:32


د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوو

د چين د ملي ولسي کانګرېس د کلنۍ مجلس مقدماتي غونډه د مارچ د څلورمې نيټې په سهار په بېجينګ کې ترسره شوه. د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګوو د نوموړې غونډې د مشرۍ په وخت کې اعلان وکړ چې د چين د ملي ولسي کانګرېس کلنۍ غونډه به د روانې مياشتې په پنځمه نېټه پيل شي او د غونډې د چمتوالي کارونه تر اوسه پورې بشپړ شوي دي .

د غونډې له تصويب شوې اجنډا سره سم به په کلنۍ غونډه کې د حکومت کاري راپور تر سنجش لاندې ونيول شي، د دولتي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د دوولسم پنځه کلن پلان او د ٢٠١٠ کال لپاره د دولتي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ د پلان د پلي کولو حالاتو او د ٢٠١١ کال لپاره د دولتي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ په اړه د پلان مسودې د راپور څارنه به منظور او په دغه برخه کې د ٢٠١١ کال پرمختيايي پلان به وټاکل شي .

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای