د چين د يوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د څلورمې کلنۍ غونډې اطلاعاتي وياند لي جاو شينګ د مارچ په څلورمه نېټه خبريالانو ته وويل، اوس په چين کې د قوانينو سيسټم بشپړ شوی او د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ اوسنۍ اړتياوې پوره کولای شي.
نوموړي وويل، د اړوندو خواوو په څو کلونو کوښښونو سره په چين کې د قانون جوړولو کارونو ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. په ١٩٨٢ کال کې چين اوسنی بنسټيز قانون تصويب کړی او د څلورو ځلو لپاره ځينې برخې يې ترميم کړ. د ٢٠١١ کال د فبرورۍ تر پايه پورې په چين کې ٢٣٩ اعتباري قوانين، ٦٩٠ مقررې او ٨٦٠٠ ځايي مقررې په کار دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |