CRI Online

د چين د خلکو ورځپاڼه به د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې د جوړولو په اړه يوه سرمقاله خپره کړي.

cri     (GMT+08:00) 2011-03-04 19:37:02

د چين د ملي ولسي کانګرس څلورمه کلنۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د چين د خلکو ورځپاڼه به د علمي پرمختګ په اړه د ګډو نظريو د راغونډولو په نامه يوه سر مقاله خپره کړي.

په دغه مقاله کې به څرګنده کړي چې ٢٠١١ کال د دوولسم پنځه کلن پلان د پيل کال دی، نو د دغه پلان څيړل او تصويبول به د دغې غونډې يوه ډېره مهمه اجنډا وي. يوازې د چين د ملي ولسي کانګرس نظام د غوره والي د څرګندولو، د سوسيالستي ډيموکراټيکي سياست د ټينګښ او د سوسيالستي قانوني هېواد د جوړولو پياوړتيا پر بنسټ به په ښه توګه دغه پلان پلی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای