CRI Online

د چين ګوندي او دولتي مشرانو د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې په څلورمه غونډه کې له ګډون کوونکيو غړيو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2011-03-04 20:37:20

د هو جين تاو، وو بانګ ګوو، جاچينګ لين، لي چانګ چون، شي جين پينګ، لي که چيانګ، هه ګوو چيانګ او جو يوانګ کانګ په شمول د چين ګوندي او دولتي مشرانو د مارچ په څلورمه نېټه په جلا جلا توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې په څلورمه غونډه کې له ګډون کوونکيو غړيو سره وکتل او پکې يې د دولتي چارو په اړه هم بحث وکړ.

په هغه ګډه غونډه کې چې د چين د کارګرانو او بزګرانو ډيموکراټيک ګوند او د چيو شان په نامه د ټولنې له خوا جوړه شوې، د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي او د دولت رئيس هو جين تاو د نوموړي کميټې له غړېو سره وکتل . د دوولسو غړو د ويناوو تر اورېدو وروسته هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد روغتيايي چارو او د غلو دانو توليد ته پرمختګ ورکړی شي او تر خپلې وسې پورې د ايکولوژيکي چاپيريال جوړونه پرمخ لاړ شي چې تر څو له دې لارې د ايکولوژيکي مدنيت سويه لوړه شي .

ژباړونکې: غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای