CRI Online

چين غواړي له اروپايي ټولنې سره ستراتيژيکې اړيکې لا نور ټينګې کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-07 12:21:46

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جيی چه د مارچ په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل چين غواړي له اروپايي ټولنې سره د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د لا نور ټينګښت لپاره کوښښونه وکړي.

وزير يانګ جيی چه په يوه خبري ناسته کې وويل چين د يو شمېر اروپايي هېوادونو د پورونو بحران ته ډېره پاملرنه کوي او يو لړ تدبيرونه يې نيولی مثلا د يورو زيات پورونه يې اخيستي او د اروپا د يو ځايښت بهير يې پرمخبيولی دی. هغه پر دې ټينګار وکړ چې نن ورځ چې نړۍ د اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې ده ، بېلا بېل هېوادونه د ګټو ملګري دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای