CRI Online

يانګ جي چه هيله لری چې چين او روسيه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ د اړيکيو د پرمخبيولو لپاره هڅه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2011-03-07 12:35:27

د چين د بهرنيو چارو وزير يانګ جي چه د مارچ په اوومه نېټه په بېجينګ کې وويل ، روان کال د چين او روسيې ترمنځ د نيک ګاونډيتوب او دوستۍ همکارۍ د تړون د لاسليکېدو له لسمې کاليزې سره مصادف دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ د اړيکيو د تينګېدو له پنځلسمې کاليزې سره هم برابر دی .هيله من دی چې دواړه هېوادونه د دغه مهم فرصت په نيولو سره د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکي همکارۍ اړيکېو لپاره هڅه وکړي.

په همدې ورځ د چين د ملي ولسي کانګرس په يوه نوبتي خبري ناسته کې وزير يانګ وويل ، د ولسمشر دميتري ميدويديف په بلنه به د چين د دولت رئيس هو جين تاو سږ کال له روسيې څخه رسمي ليدنه وکړي ، د دې ترڅنګ دواړه خواوې به د نوموړي تړون د لاسليکېدو د لسمې کاليزې د نمانځنې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي.

ژباړونکې:غاټول  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای