CRI Online

د جاپان زلزلې د چين اړوندو صنايعو ته زيانونه رسولي دي

cri     (GMT+08:00) 2011-04-07 19:23:12
د مارچ په ١١مه نېټه په جاپان کې د ريکتر په نهه درجه سخته زلزله وشوه.له دې امله چې د دغې زلزلې مرکز د جاپان د سيميکندکټر د توليدولو فابريکو سيمې ته نژدی دی، د سوني، توشيبا، پاناسونيک په ګډون زياتو مشهورو جاپاني شرکتونو د زلزلې له پېښېدو وروسته يو پر بل خپلې فابريکې تړلي دي. دغه راز که د اړوندو الکترونيکي قطعاتو عرضه کمه شي، نو د الکترونکي توليداتو جوړولو فابريکې به له ستونزو سره مخامخ وي. د کارپوهانو په اند په يوه لنډه موده کې به د کمپيوټري توليداتو د عرضې کمبود رامنتځه شي چې دا به پر نړيوال الکترونيکی صنعت باندې منفي اغيزې وکړي. د دې ترڅنګ په زلزله ځپلو سيمو کې د موټر لوازمو د توليدولو زياتې تصدۍ او نورې مهمې فابريکې پراتې دي، نو اړوندو صنايع به هم اغيزمن وي.

يو جاپاني سوداګر پدې هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه،

(( د جاپان په شمال ختيځ کې د الکترونيکي توکو او د موټر لوازمو د توليدولو زيات شرکتونه واقع دي، په دې موده کې د الکترونيکي او موټري لوازمو د توليدولو صنايع له ستونزو سره مخامخ دي او په راتلونکي کې به هم .))

پر الکترونکي توليداتو باندې د جاپان د زلزلې اغيزې چين ته خپرې شوې دي. ځکه په بېجينګ کې خرڅوونکي په دې اندېښمن دي چې د جاپان لخوا برابر شوي الکترونيکي توکي کم شی ، نو په بازار کې د جاپان د عالي ديجيټلي کمرو بيه لوړه شوې ده. د کمرو سوداګر چياو جون خبريال ته وويل،

(( د زلزلې د زيانونو له امله د توليداتو عرضه د کمبود په حال کې ده، په تيره بيا ډيجيتلي کمرې. د زلزلې د پېښېدو خبر تر اورېدلو وروسته مو د توليداتو د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي . د اوسني حالت سره سم د زيرمه شويو توليداتو شمېر يوازې د يوې اوونۍ د پلورلو لپاره دی. ))

جاپان د نړۍ لپاره د الکترونيکي لوازمو تر ټولو لوی توليدونکی هېواد دی چې د ګرځنده تيلفون ، کمپيوتر او تلويزيون په شمول د چين لخوا د جوړ شويو زياتو الکترونيکي سامانونو اومه مواد او پرېجات ټول له جاپان څخه وارديږي. د زلزلې د زيانونو له امله به د دغو سامانونو د عرضې کمښت د يوې لنډې مودې لپاره دوام ولری، نو چيني تصدۍ د بدليدونکو لوازمو لټولو ته اړ دي يا خپله توليدي اندازه ټيټه کړي.

د چين د اقتصادي او کلتوري تبادلې کميټې سکرټر هوانګ شو وويل،

(( په شن جينګ کې د ايی تي،الکترونيک او برقي توکيو د توليدولو قابريکې له ستونزو سره مخامخ دي، ځکه چې دوی له جاپان څخه د کليدی لوازمو او قطعاتو وارداتو ته اړتيا لري. که دغې جاپاني فابريکې ټولټال په زلزله ځپلو سيمو کې پراتې وي، نو زيانونه به يې لا سخت وي.))

بر سيره پر دې، دغه زلزله د چين د موټر توليدولو پر صنعت باندې هم اغيزمنه ده. جاپاني موټرونه د چين د موټرونو په بازار کې اتلس سلنه برخه نيسي، خو دغه زلزله ښايي په يوه لنډه موده کې په چين کې د جرمني او کوريا جمهوريت موټرونو د خرڅلاو فرصت راشي.

چين له جاپان سره نژدې همکاری لري. جاپان د چين لومړی لوی واردونکی هېواد دی چې د چين د وارداتي ارزښت دوولس اعشاريه شپږ سلنه نيسي. د دې تر څنګ زيات جاپانی شرکتونه په چين کې د توليد او پانګونې کاروبار لري، نو له دې څخه څرګنديږي چې دغه زلزله به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ، توليد او پانګونې ته زيانونه ورسوي. موږ به د ستونزو د لېرې کولو لپاره کوم تدبيرونه ونيسو او څرنګه به منفي اغيزې کمې کړو؟ د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ياو جيان وويل،

(( اوس مهال په چين کې د زيرمه شويو جاپاني تجارتي توکيو شمېر د عادي توليد لپاره کافي دی. په چين کې جاپاني شرکتونه کولی شی چې د خپل توليد د عادی کېدو لپاره چيني فابريکې ولټوي څو چې لازم قطعات لاس ته راوړي. موږ هيله لرو چې د جاپان اقتصاد په چټکۍ سره اعاده شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې بېرته اصلی مسير ته ولاړې شي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای