CRI Online

د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون به١٢ مليونه سيلانيان ورجلب کړي

cri     (GMT+08:00) 2011-04-27 16:36:18

د ٢٠١١ کال د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون به د اپرېل د ٢٨ نېټې پر سهار پيل شي. اټکل کيږي چې د روانې مياشتې له ٢٨ مې نېټې نه د اکتوبر تر ٢٢ مې نېټې پورې،له دغه نندارتون څخه ١٢ مليونه کسان او په منځنۍ توګه هره ورځ ٦٧ زره سيلانيان ليدنه وکړي .

اړوندو شرکتونو خبر ورکړ چې سيلانيانو ته د امنيت ، خوندورو او په زړه پورې نندارې دچاپيريال د برابرولو لپاره به د چانګ ان برج، د نوي والي ودانۍ او د طبيعي ودانۍ په ګډون د ٣ نندارتونونو په باغونو کې د ټاکنې له لارې نندارې ته وړاندې شي. د اټکل له مخې، هره ورځ به څه نا څه ١٥ زره سيلانيان له دغو نندارتونونو څخه ليدنه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای