د روانې مياشتې د ٢٨ نيټې په سهار د چين په شي ان ښار کې د باغوالۍ نړېوال نندارتون پرانيستل شو. د شي ان ښاروال چن باو ګن د نندارتون د پيل مراسمو مشري وکړه. دغه نندارتون په ٢٠٠٨ کال کې د بيجينګ له اوليمپيک لوبو او په ٢٠١٠ کال کې د شانګهای له نړېوال نندارتون وروسته په چين کې يو بل ستر نړېوال نندارتون بلل کيږي. د باغوالۍ دغه نندارتون ٤١٨ هکتاره ځمکې نيسي چې د اوبو مساحت يې ١٨٨ هکتارو ته رسيږي. دغه نندارتون د روان کال د اپريل له ٢٨ نيټې څخه د اکتوبر تر ٢٢ نيټې پوری دوام لري. افغانستان هم ګډون کوونکی هېواد دی.
(احمد)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |