CRI Online

د ٢٠١١ کال لپاره د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2011-04-28 18:07:46

د اپريل په ٢٨مه نېټه سهار د ٢٠١١ کال لپاره د شي ان د باغوانۍ نړيوال نندارتون پرانيستونکي مراسم د چين د شان شي ولايت د شي ان ښار د چان با په ايکولوژيکې سيمې کې تر سره شول. دا به د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د ٢٠١٠ کال د شانګ های له نړيوال نندارتون څخه وروسته د چين په لويه وچه کې يو بل نړيوال نندارتون دی او د نوی چين د جوړېدو راهيسې، د چين په شمال لويديځه سيمه کې د پيمانې او کچې له لحاظه ډېر لوی نندارتون هم دی.

په همدې ورځ د سهار په لسو بجو د شان شي ولايت د ګوندي کميټې مشر جاو له جي او د شي ان د باغوانۍ د نړيوال نندارتون د انتظامي کميټې مشر او د چين د ځنګلدارۍ چارو د ادارې مشر جيا جي بانګ په شمول يو شمېر مشرانو په ګډه د دغه نندارتون د ګلانو توپبازی پرانيست چې دا د دغه نندارتون د پيل نښه ده. ورپسی د دغه نندارتون افتخاري مشر او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو غړي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مرستيال وانګ ګانګ د دغه نندارتون د پيل اعلان وکړ.

د معلوماتو له مخې، د دغه نندارتون عمومي پراخوالی ٤١٨ هکتارو ځمکو ته رسېږي چې له دې جملې څخه د جهېلونو د اوبو پراخوالی ١٨٨ هکتاره دی. په دغه نندارتون کې د چانګ ان برج، د طبيعت او نوښت د نندارتونونو او د بخت په نامه د دروازې په شمول څلور نمونوي ودانۍ پرتې دي. دغه نندارتون به د ښار او طبيعت ترمنځ د همغږۍ په سرليک د ګلانو، چمنونو او اوبو ترمنځ د همغږۍ له لارې د شي ان د لرغوني تاريخ، ځانګړی کولتور او د چاپيريال د ساتنې په اړه نظريې څرګندې کړي.

د دغه نندارتون د عمومي انجنير لي يي زموږ خبريال ته وويل، 

په چين کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون جوړېږي ، زموږ موخه دا ده چې د تېرو نندارتونو په پرتله د باغوانۍ چارو په اړه لا زياتې ځانګړتياوې نړيوالو ته وښودل شی او د پلان جوړولو په لومړی وخت کې موږ د روان نندارتون لپاره داسی سرليک جوړ کړی چې لرغونی چان ان او نوی طبيعت ، د يادولو وړ دی چې شي ان ښار په لرغونی زمانه کې چان ان نومېده چې مانا يې دايمي ارامتيا ده.

د شي ان ښاريانو لپاره د باغوانۍ د نړيوال نندارتون له جوړولو څخه ددوی د ښار او ژوند زړه وړونکی بدلونونه ښودل کېږي . مهربان او ميلمه پال ښاريان تل کوشش کوي او خوشحاله دي چې په ډېره ښه بڼه د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو هر کلی کوي . ښاغلي يانګ چې د يو ټکسي موټروان دی ، وويل

زموږ د ټکسي موټرونو شرکت زموږ لپاره د انګليسي ژبې روزلو کورس جوړ کړی او د هر موټر لپاره د انګليسي ژبې د زده کولو کتابچه تياره شوې ده څو چې موږ له بهرنيو سيلانيانو سره ښه لفظي پوهاوی وکړی شو . موږ به خامخا د سيلانيانو ښه خدمت وکړو.

د دغه نندارتون د انتظامي کميټې مشر او د شان شي ولايت والي جاو يونګ جنګ په دغه مراسمو کې وويل، چې شي ان به تر خپلې وسی پورې چيني او بهرنيو سيلانيانو ته ښه خدمتونه برابر کړي او د باغوانۍ په برخه کې به له نړيوالې ټولنې سره ښه همکاري وکړي. ده وويل،

موږ به د چيني او بهرنيو سيلانيانو ښه خدمت وکړو چې دوی به په شي ان کې د چين د لويديځې سيمې د ابادی او سمسورتيا ستراتيژي او د لويو برياليتوبونو نمونې احساس کړي. د باغوانۍ د دې دورې نندارتون به ډېر په زړه پوړې، ځانګړی او غوره نندارتون وي. موږ به د دې په وسيله د باغوانۍ په برخه کې د چين او نړيوالې ټولنې ترمنځ تګ راتګ او همکاري پياوړې کړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای