CRI Online

حامد کرزي د چين نړيوالې راډيو د جوړېدو د اويايمې کليزې په مناسبت د چين نړيوالې راډيو ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2011-06-27 18:37:59

د چين نړيوال راډيو د خبر له مخې، د همدې راډيو د جوړېدو د اويايمې کليزې په مناسبت، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د نوموړې راډيو د اويايمې کليزې له امله د مبارکۍ پيغام وليږه. په پيغام کې په کابل او کندهار کې د چين نړيوالې راډيو د اېف اېم څپو خپرونې د افغانستان او چين تر منځ د راشه درشې او ښې دوستۍ د پرمختګ په برخه کې د نوموړې راډيو د مهم رول او ګام ستاينه شوې.

په پيغام کې چې د ولسمشرۍ د دفتر له خوا د چين نړيوالې راډيو ته ليږل شوی دی، ولسمشر حامد کرزي ويلي، د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې خپرونې په تيرو اته دېرشو کلونو کې زموږ ژبې باندې ګڼ شمېر پروګرامونه جوړ کړي. له تېر کال نه را په دېخوا يې د افغانستان په دوه لويو مهمو ښارونو کې د سيمه ييزې ((سپوږمۍ راډيو)) په مرسته د اېف اېم څپو له لارې هم خپرونې پيل کړي دي چې د خلکو تود هرکلی يې ترلاسه کړی او دا د پښتو څانګې په کاري بهير کې يو بل نوی پرمختګ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای