د ٢٠١١ کال د شن جن ښار د محصلينو په نړيوالو لوبو کې د ټينيس سيالی د يکشنبې په ورځ پرانيستل شوه. په لومړې سيالۍ کې د چين لوبغاړی شو جون چاو بريالی شو. د ټينيس سيالی به د روانې مياشتې تر يوويشتمې نيټې پورې دوام ولري او پکې به اوه طلايي مډالونه رامنځته شي.
له دې مخکې د شنبې په ورځ د دغو لوبو د باسګټبال، وليبال او فوټبال سيالی پيل شوې او د چين اړوندو لوبډلو ټولو د همدې ورځې په سياليو کې برياليتوب تر لاسه کړ. پر دې سربيره، په همدې ورځ د چين لوبډلو د جودو او وزن پورته کولو په سياليو کې درې سره زر مډالونه تر لاسه کړل.
تر اوسه پورې د چين لوبډلې د محصلينو په دغو نړيوالو لوبو کې درې طلايي او دوه نقره يي مډالونه تر لاسه کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |