CRI Online

پاکستان هيله لري چې د چين، اسيا او اروپا نندارتون د چين او پاکستان ترمنځ د همکارۍ نوی لار وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2011-09-02 09:10:16

د پاکستان ولسمشر اسف علی زرداری چې د چين ، اسيا او اروپا په لومړنی نندارتون کې ګډون کوی، د سپتمبر په لومړۍ نېټه په ارومچی کې د سي ار ای راډيو له خبريالانو سره د مرکې په وخت کې وويل هغه هيله لري چې د دغه نندارتون له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه همکاری پياوړی شي.

بر سېره پر دې، هغه د چين د نړيوالې راډيو له خوا د چين او پاکستان د خبري رسنيو د مورني سيند ته د سفر فعاليت او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا لپاره د دواړو هېوادونو خبري رسنيو مهم رول ډېر وستايل او د سي ار ای راډيو د جوړېدو د ٧٠ کاليزې په نسبت يې لاسليکنه وکړه

ژباړونکې: ليلا

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای