CRI Online

د شتمنۍ په لور د های نان د يو کلی پرمختګ

cri     (GMT+08:00) 2011-09-13 16:55:35

د چين په جنوب کې د های نان ولايت د تا شي په نامه کلی يو کب نيوونکی کلی دی. د وروستيو کلونو راهيسې د دغه کلی اوسيدونکي د کمونيست ګوند د کليوالې څانګې او ځايي حکومت په مشرۍ د خپلو کوښښونو په وسيله ګډ شتمنی تر لاسه کړی دی. د پروګرام په نننی کړی کې دې ته پاملرنه کوو.

خبريال وليدل چې د تا شي کلی په يو پلورنځی کې کليواله شو شوی مې په کاروبار بوخته وه ، تازه زېږېدلی ماشوم يې ويده و او پلار يې د دروازې په وړاندې چاي څښل.

شو شوی مې وويل چې د دوی ارام ژوند د ګډې شتمنۍ د تګلارې له برکته لاس ته راغلی دی..

((د کلي مشرانو د شريمپ او کب د روزلو په چارو کې زموږ سمه لارښوونه وکړه . پخوا په کلی کې لارې خټينې وې، اوس ټول په سمنټو ابادې شوې دي. پخوا په کلي ټلويزيون او ټېلفون هيڅ نه وو، خو اوس زموږ ژوند ښه شوی چې يخچال، کمپيوټر او اير کنديشنر لرو.))

کليوال وو ده نه يوازی د شريمپ روزلو له چارو څخه زياتې ګټې تر لاسه کړې ، بلکي په دې هکله خپلې تجربې يې نورو کليوالو ته ورزده کړې. هغه وويل

((په ١٩٩٦ کال مې د شريمپ په روزلو پيل وکړ چې ځينې تجربې مې تر لاسه کړې دي. يو ځل کليوالان د شريمپ روزلو په اړه له ستونزې سره مخامخ وو، له دوی سره مې تخنيکي مرستې وکړې. ))

تا شي کلی د های نان ولايت د های کو په شمال لويديځ پروت دی او شمال خوا يې د جونګ جو تنګی دی. پخوا کليوالان کب نيوونکي وو. خو دوي د کب نيولو په چارو نه وو شتمن شوي.کله چې د تېرې پېړۍ له ٩مې لسيزې څخه يې د شريمپ په روزلو پيل وکړ، خو ګټې يې لاهم کمې وې. د کلي ادارې کميټې د شريمپ روزلو په هکله د تجربو ګټلو لپاره څو ځله کارپوهانو ته بلنې ورکړې او د بازار څيړنې يې کړې چې په پايله کې يې د حل لاره پيدا کړېده يعنی د شريمپ روزلو د ډنډو اصلاح کول دي .

د کليوالو د کمېتې په مشرۍ څه باندې ١٢٠ کورنيو د ډنډو په اصلاح او د شريمپ په روزلو پيل وکړ چې له امله د شريمپونو توليدي اندازه لوړه او ګټې يې زياتې شوې دي. کليوال چن هوا شن وويل

(اواز ٤)پخوا د شريمپ روزلو کلنی ګټه مې ډيره کمه وه ، خو اوس د حوضونو د اصلاح له کبله ګټه مې پنځه يا اته چنده لوړه شوېده .

نن ورځ په دغه کلي کې د هر روزونکۍ کورنۍ په سر خالصه کلنی ګټه له يو سلو اوياوو زرو يوانو څخه اوښتې ده چې په نتيجه کې ټول کليوال شتمن شويدي .

مګر د تا شي کلي له تر لاسه شويو ګټو څخه راضی نه و .د سږ کال په پيل کې د کلی ادارې کميټه د بازار د څېړونو له لارې معلومه شوه چې د لونګ دن نومې کب د روزلو ګټه د شريمپ روزلو په پرتله درې چنده زياتېږي. د کميټې مشر چن شن يو د لونګ دن هګيو د روزلو اډې د جوړولو لپاره دوه مليون يوانه ولګول. کليوالې کميټې د روزلو د تخنيکي ستونزو د حل لپاره له کاپوهانو څخه د تجربو زده کړه کړې او له کليوالو سره د مرستې په موخه يې همکاريزه ټولنه جوړه کړې ده.

کب روزونکی کليوال يانګ شنګ ده وويل

(( کليوالې کميټې په وړيا ډول موږ ته د لونګ دن روزل شوې هګۍ برابرې کړې او د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د روزلو حالت ډېر ښه دی. ګمان کوم چې د سږ کال په وروسته نيمايي کې د روزل شويو کبانو له پلورلو څخه يو مليون يوانه ګټه واخم ، د يادولو ده چې يو مليوان يوانه د يو لک او شپيتو زرو امريکايي ډالرو سره برابر دي .

د کبانو روزلو پرته په دغه کلي کې ځينی کليوال د ونو او ګلانو روزلو په چارو هم لګيا دي . نن ورځ ځينی کليوال شخصي موټرونه هم اخيستي دي . لنډه دا چې د چين په جنوب هاي کو کې يو نوی سوسياليستی کلی په ابتدايي توګه رامنځته شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای