د لاوس د ولس انقلاب ګوند عمومي منشي ، د دولت رئيس چوملي ساياسون چې اوس له چين نه په ليدنه بوخت دی، په ٢١مه نېټه د چين نړيوالې راډيو ته تللی او هلته يې په وينتيان کې د سي ار اي راډيو د ايف ايم ستيشن د پرانستلو د پنځمې کاليزې د يادونې په فعاليت کې حاضو و او د سي ار اي راډيو د خپرېدا د ٧٠ مې کاليزې لپاره يادګري ليکنه وليکله.
رئيس ساياسون د سي ار اي راډيو د مشر وانګ ګنګ نيان په ملګريتيا د سي ار اي راډيو د پرمختيايي تاريخ نندراتون وليد او د عکسونو او داسې نورو شيانو په وسيله يې بهرنيو هېوادونو ته د چين د راډيويي چارو د ٧٠ کلن پرمختګ په هکله مفصل معلومات ترلاسه کړل.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |