د ١٩٤١ کال د ډسمبر په ٣مه نېټه د چين د بهرنۍ راډيوخپرونې چاره په يان ان کې پيل شوه. د ٢٠١١ کال د نومبر په ٧مه نېټه د چين د نړيوالې راډيو يو پلاوی يان ان ته رسيدلی څو چې د بهرنۍ راډيوخپرونې د پيل ځاي څخه ليدنه وکړي .
د چين د نړيوالې راډيو مرستيال وانګ يون پنګ، ٤٠ چيني او بهرني خبريالان او د يان ان د سينهوا راډيو د تخنيک پوه فو ينګ های زوی فو يان يان په ياد شوی پلاوی کې شامل دی. دوی به د نومبر په ٨مه نېټه د يان ان د سينهوا راډيو په پخوانی مقر کې د يادونې په فعاليت کې ګډون وکړي او د يان ان د مطبوعاتو له لرغونتوب او د يان ان له انقلابي موزيم څخه ليدنه وکړي، تر څو د بهرنۍ راډيوخپرونې په اړه د چينايانو چارې يادې او د زړو نشراتي کارکوونکو روحيه خپره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |