د ١٩٤١ کال د دسمبر په درېيمه نېټه د يان ان سين هوا راډيو جاپاني خپرونه د يان ان له غارونو څخه پيل شوه چې په دې توګه د راډيويي څپې په وسيله د چين بهرنۍ خپرونه پرانستل شوې او همدې ورځ د چين د نړيوالې راډيو د تاسيس ورځ هم وه. د سه شنبې په ورځ په يان ان کې د سين هوا راډيو په پخواني مقر کې د چين د بهرنۍ راډيوخپرونې د يادونې فعاليت ترسره شو.
د چين د نړيوالې راډيو مرستيال وانګ يون پنګ، د يان ان د ښاروال مرستيالې فنګ جي هونګ او سل تنو کورنيو او بهرنيو مېلمانو په دغه فعالت کې برخه واخيستله.(هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |