د دسمبر٣ مه نېټه د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو له ٧٠مې کليزې سره برابره ده. په دې وروستيو کې د زياتو هېوادونو مشرانو او سفيرانو، د نړيوالو سازمانونو عالي چارواکيو او مشهورو شخصيتونو زموږ راډيو ته د مبارکۍ پيغامونه، تېلفونونه او ويناوې وکړې.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په خپل پيغام کې داسی وويل، ٧٠ کاله چې د چين نړيواله راډيو جوړه شوې، دغه راډيو په تېرو ٧٠ کلونو کې د چيني ژبې او د نورو هېوادونو د ژبو په وسيله خپل پروګرامونه ټولې نړۍ ته خپور او اورېدونکو ته ډول ډول معلومات ورکړي دي. د چين د نړيوالې راډيو د جوړېدو ٧٠ مې کليزې په وخت کې د راډيو ټولو کارکوونکو ته مبارکی وايم او هيله لرم چې تاسی په خپلو کارونو کې لا ستر برياليتوبونه لاس ته واوړي.
د پاکستان ولسمشر علي زرداری وويل، د چين نړيوالې راډيو ته د جوړېدو ٧٠ می کليزې په اړه توده لمانځنه څرګندوم. د سي ار ای پروګرامونه د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره ګټور دی او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. هيله لرم چې د چين نړيواله راډيو به په راتلونکی کې لا لوی برياليتوبونه او پرمختګونه تر لاسه کړي.
(ژباړونکې: ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |