د ښارونو ترمنځ د نړيوالې راډيويي همکارۍ فورم چې د چين د نړيوالې راډيو له خوا جوړيږي، د ډسمبر په ٢مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين او نورو هېوادونو د ٤٠ ښارونو د راډيوستيشنونو څه باندې سل تنه استازي په دغه فورم کې حاضر وو او د نړيوال کيدو په حال کې د ښارونوترمنځ د راډيو او خبري رسنيو د پرمختګ په هکله يې بحث وکړ.
د چين د نړيوالې راډيو مشر وانګ ګنګ نيان په وينا کې د چين نړيوالې راډيو د ٧٠ کلن پرمختګ تاريخ او د عصري، مجموعي او نوې نړيوالې خبری رسنۍ د جوړول لپاره خپل کوششونه ياد کړل. هغه وړانديز وکړ چې د ښارونو ترمنځ راډيويي نړيواله همکاريزه شبکه جوړه شي، تر څو د ښاري راډيوستيشنونو ترمنځ د دايمي همکارۍ ميکانيزم تاسيس او د شبکې د غړيو راډيوستيشنونو ترمنځ د معلوماتو شريک او تګ راتګ زيات شي.
د ګډونکوونکو په اند دغه فورم به د بېلا بېلو هېوادونو، سيمو او ښارونو ترمنځ د راډيوستيشنونو ګډ پرمختګ چټک،د نړيوالو کلتورونو ترمنځ تګ راتګ زيات کړي او د راډيو خپرونې په ټولنه کې مثبته غبرګونونه راپېداکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |