بهرنيو هېوادونو ته د چين د راډيويي چارو د پيل او د چين د نړيوالې راډيو د جوړيدو د ٧٠ مې کاليزې د يادونې غونډه په ٣ مه نېټه په بېجينګ کې ترسره شوه.
د ٧٠ کلونو د پرمختګ له لارې د چين نړيواله راډيو اوس په ٦١ ژبو د راډيو، تېليويزيون ، ورځپاڼې، انټرنت او موبل تليفون په وسيله نړۍ ته د چين په هکله بيلابيل مالومات او کلتور معرفي کوي .
د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کړي لي چانګ چون ، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان ولسمشر زارداري په شمول د يو شمېر هېوادونو مشرانو او چارواکو د سي ار اي راډيو د جوړيدو د ٧٠ مې کاليزې د مبارکۍ پيغامونه استولي دي.
زرينه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |