CRI Online

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال حليلي د چين د پسرلۍ اختر مبارکی ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2012-01-06 09:55:40

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستيال محمد کريم حليلي د چهارشنبې په ورځ د چين له سفارت څخه ليدنه وکړه او د چين حکومت او خلکو ته د سپرلۍ اختر مبارکی وويله.

حليلي وويل د چين د سپرلۍ اختر په رارسېدو سره هغه د افغانستان د حکومت او خلکو او ولسمشر حامد کرزي په استازيتوب د چين حکومت او خلکو ته مبارکې وويله. هغه هيله څرګنده کړه چې په نوی کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې نورې ټينګې، په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو همکاری نوره همکاری او د دواړو هېوادونو وګړيو تر منځ دوستی نوره ژوره شي.

په افغانستان کې د چين سفير شو فې هونګ د ښاغلي حليلي له مبارکې نه مننه وکړه او باور څرګند کړ چې د دواړو خواوو په ګډ کوښښونو سره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې به هرومرو ښه راتلونکی ولري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای