CRI Online

چين به په پر له پسې توګه د افغانستان د بيارغونې د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2012-01-17 19:21:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت د بهرنيو مرستندويه چارو رياست مرستيالې ګاو يوان يوان د جنورۍ په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين به په پر له پسې توګه د افغانستان د بيا رغونې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

د ٢٠١٢ کال د جنورۍ شلمه نېټه به د چين او افغانستان ترمنځ د رسمي اړيکيو د ټينګېدو له اووه پنځوسمې کاليزې سره برابره وي. ښاغلي ګاو په دې اړه زموږ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د افغانستان د ښه ګاونډي هېواد په توګه د تېرې پيړۍ د شپږمې لسيزې راپديخوا د اوبو لګولو تاسيساتو، روغتونونو، د نساجي فابريکې او فارمونو د ابادولو په برخو کې له دغه هېواد سره په مرستې پيل وکړ. په تېره بيا په ٢٠٠١ کال کې د افغانستان د نوي حکومت له جوړېدو وروسته د چين حکومت د افغانستان د بيا رغونې په بهير کې مثبته برخه اخيستې او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره يې ورسره زياتې مرستې کړي دي او کوي يې. د لسو کلونو راهيسې، چين په هره ساحه کې څه باندې اووه سوه تنه افغان چارواکي او استعداد لرونکيو کسانو روزنه په اړوندو بروخو کې کړې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای