![]() |
||||
![]() |
|
![]() |
||
![]() |
||
![]() |
||
|
||
![]() |
||
![]() |
د چين د سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دې وزارت په شمول لسو ارګانونو څو ورځې مخکې په ګډه د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ طريقې د بدلون لارښوونکي وړانديز خپور کړ چې پکې په څرګنده توګه ويل شوي د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د پرمختګ طريقې د بدلون موخه د سوداګرۍ په برخه کې د لوی هېواد مقام ساتل او د سوداګرۍ له لارې د خپل ځواک د پياوړتيا بهير چټکول دي.
په دغه وړانديز کې د مالياتو تګلارو د بشپړتيا، د پولي خدمت پياوړتيا او د ادارې نظام د اصلاحاتو په شمول يو لړ تدبيرونه وړاندې شوي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |