CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې پنځمه غونډه په بېجينګ کې پرانيستله شوه.

cri     (GMT+08:00) 2012-03-03 17:41:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې کلنې غونډه د مارچ د درېيمې نېټې له غرمی وروسته په بېجينګ کې پرانيستله شوه. دا د روانې دورې ملي کميټې د ماموريت په پنځو کلونو کې وروستي کلني غونډه ده.

د چين د بېلا بېلو ګوندونو، ډلو او قومونو لږ تر لږه دوه زره او دوه سوه تنه غړيو بېجينګ ته راغونډ شوې او له ځان سره يې د هېواد د پرمختګ او ادارې د تګلارو په اړه وړانديزونه راوړي. په راتلونکو لسو ورځو کې دوی به مرکزي حکومت ته خپل وړانديزونه او پېشنهادونه وړاندې کړي چې د اړوندو تګلارو د ټاکنې لپاره زمينه برابر کړي. په عين وخت کې دوی به د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې کاري راپور واوري چې په تېر کال کې د دغې کميټې کارونه به سنجش وکړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مشر جيا چينګ لين په همدې ورځ د دغې کميټې په استازيتوب کاري راپور خپور کړ چې په تېر کال کې اړوند کارونه راغونډ کړل. ښاغلي جيا چينګ لين وويل، چې د چين ولسي سياس مشورتي کنفرانس د عملي پرمختګ د پياوړتيا، د ټولنې همغږۍ د ټينګتيا او د کولتوري ابادۍ د ژورتيا په برخو کې مهم رول لوبولي دی. ده وويل،

په تېر کال کې د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې په جدي توګه د سياسي مشورتي چارو، ډيموکراتيکې څارنې او په سياسي چارو کې د ګډون ماموريت تر سره کړې او د عملي پرمختګ د پياوړتيا، د ټولنې همغږۍ د ټينګتيا او د کولتوري ابادۍ د ژورتيا په برخو کې يې مهم رول لوبولي دی چې د دوولسم پنځه کلن پلان د پلی کېدو او د شتمنی ټولنې د ابادولو لپاره يې خدمتونه کړی دی.

٢٠١١ کال د چين د دوولسم پنځه کلن پلان د پلی کېدو لومړنی کال دی. د عملي پرمختګ پياوړتيا او د اقتصاد د پرمختيايې لارو چارو ترميم د دغه پلان عمده برخه ده. نو د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس غړي دې ته ډېره پاملرنه کوي او د دغه پلان د پلی کېدو لپاره يې کوښښ کړي دي او کوي يې. ده وويل،

د دغې کميټې غړيو د اقتصاد د عمومي کنترول، د کورنيو اړتياوو د پراخېدو، د کرنې د عصری کېدو د ساينس او تخنيک د نوښت په شمول زياتو ساحو کې څه باندې شپږ زره او شپږ اويا پېشنهادونه وړاندې کړي دي چې په دې جمله کې زيات وړانديزونه د چين د پرمختګ په دوولسم پنځه کلن پلان او اړوندو تګلارو کې شامل شوی دی.

په ٢٠١٢ کال کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کارونو د يادونې په وخت کې مشر جيا چينګ لين په شپږو ساحو کې پلان طرح کړی او و يې ويل چې د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ پياوړتيا او د ټولنې د همغږۍ ساتل به په راتلونکي کال کې د دغه کنفرانس عمده دوه کارونه وي. ده وويل،

موږ بايد د لومړنی دندې په توګه د عملي پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅه وکړو. د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس به د حقيقي اقتصاد د پرمخبيولو او د اقتصاد د ثابت او چټک پرمختګ د پياوړتيا په سرليک ځانګړی غونډه او د ټولنې د ادارې د نوښت او ژورتيا په موضوع يوه بله مشورتي غونډه جوړه کړي، څو چې په دې اړه مؤثر وړانديزونه وړاندې کړي.

په نوی کال کې به د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د خپل سيسټم د ابادولو ، د چين د کولتور د پرمختګ، د کورنيو او بهرنيو چينايانو د تګ راتګ او له نورو هېوادونو سره د ښې دوستۍ د ټينګېدو لپاره زيار وباسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای