CRI Online

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنی نوبتی غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2012-03-05 14:29:59

د چين د يوولسم ملي ولسي کانګرس پنځمه کلنی نوبتی غونډه د دوشنبې په ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د هو جين تاو، وو بانګ ګوه، ون جيا باو، جيا چينګ لين، شي جين پينګ په شمول مشران پکې حاضر وو.

دغه غونډه د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر وو بانګ ګوه په مشرۍ جوړه شوې . صدراعظم ون جيا باو د دې کانګرس نژدې دری زرو استازيو ته حکومتي راپور وړاندی کړ چې پکې د ٢٠١١ کال د حکومت کارونو ته بيا کتنه وشوه او د ٢٠١٢ کال د حکومت کارونه ترتيب شول. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای